د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت استازو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ پلاوي له استازو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د وزارت د کاري پلانونو شريکولو او د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ پلاوي سره په دې برخه کې پر همغږۍ بحث او خبرې شوې دي.
د دې وزارت د راستنېدنې او مېشتېدنې رييس مولوي شکرالله شاکر په يادو برخو کې په ګډ کار او همغږۍ ټينګار کړی دی.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دايمي حل لارې استازي خالد د راستنېدونکو او بېځايه شويو کډوالو ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکړی او ويلي دي، چې شته ستونزو ته به په ګډه د حل لار پيدا کړي.