د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر اندري سیبی ها پرون د سوریې د نوي واکمن ابو احمد الجولاني سره په کتنه کې د دمشق او کییف ترمنځ اړیکې ستراتیژیکې وبللې.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو د کییف چارواکي د اسد رژیم له مخالفینو سره په همکارۍ تورن کړي وو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دمشق ته تللی، د سوریې له موقت حکومت سره ژمنه کړې چې د غلو دانو نورې کښتۍ به د سوریې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دغه هېواد ته ولیږي.