د وزيرانو شورا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي، افغانستان په سياسي او پوځي برخو کې ښه پرمختګ کړی او اسلامي امارت له چا سره جګړه او دوښمني نه غواړي.
ښاغلي عبدالکبير د شاه او عروس بند د ګټې اخېستنې په مراسمو کې دغه راز زياته کړې، چې په افغانستان کې سياسي ثبات د سيمې او نړۍ په ګټه دی. د رياستالوزراء سياسي مرستيال په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې ځينې هېوادونه دې د خپل ناکامه داخلي سياسي پړه پر اسلامي امارت وانهچوي.