ځايي مسوولينو د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په “کڅو” سيمه کې د ۹۰ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۲۵ کيلو متره سړک د جوړولو خبر ورکړی دی.
د دې ولايت مسوولين وايي، دغه سړک د ډېورنډ کرښې ته څيرمه چې ۲۵ کيلو متره اوږدوالی او په بېلا بېلو ځايونو کې له اتو تر لسو مترو پورې پلنوالی لري په خام ډول رغول شوی دی. په همدې حال کې د ننګرهار هسکې مېنې ولسوال لعل قرار وايي، چې يادې سيمې ته د مخابراتي شبکې يوه پايه او د “اوغز شيخا کلا” سړک منظور شوی، چې ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي.