تمه ده، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا(پنجشنبه، مرغومي ۱۳مه) د کابل پر وخت ماسپښین دولس نیمې بجې د زېمبابوې د ملي لوبډلي پر وړاندې خپله سیالي ترسره کړي.
دا سیالي د روانې لوبلړۍ دویمه لوبه ده، خو لومړۍ یې بې پایلوبې اعلان شوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې دا لوبه به د کوربه لوبډلې په کوینز سپورټس کلب کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. یاده دې شي چې افغان لوبډلې زېمبابوې هېواد ته په خپل سفر کې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ګټلي دي.