د امريکا خزانې وزارت د ټاکنو په تړاو پر ايراني او روسي ادارو تازه بنديزونه لګولي دي.
رويټرز خبري اژانس د دې وزارت له قوله ليکلي، چې دغه بنديزونه د امريکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د لاسوهنې د هڅو له امله لګول شوي.
ياد وزارت دغه ادعا هم کړې چې ګواکې دواړو هېوادونو په امريکا کې کرکې ته لمن وهله. د امریکا غوره شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل له بريالي کېدو وروسته هم روسیه پر دې تورنه کړې وه چې د دغه هېواد په ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.