ډېر لوستل شوي

تېرکال ماینونو ۴۵۵ افغانان مړه او ‌ژوبل کړي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د ناچاوده ماینونو په سبب ۴۵۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ ویلي، چې د قربانیانو په ډله کې له نیمایي زیات یې ماشومان زلمیان دي.
سره صلیب همدارنګه په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د ماینونو قربانیان بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.
یاده دې شي چې سور صلیب له تېرو څو کلونو راهیسې له ماینونو زیانمنوشویو افغانانو سره مرستې کوي.

اړوند خبرونه