د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د تخار ولايت له عماوو او قومي مشرانو سره کتلي دي.
ياد معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې ناسته کې د تخار ولايت علماوو او قومي مشرانو د ولس ستونزې له ښاغلي برادر سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې کړې ده.
په دې کتنه کې د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال زياته کړې، چې “اسلامي امارت د ولس نظام دی؛ نو د ولس خدمت او ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د مسوولينو مسووليت دی. ” ياده دې شي، په تر سره شوې ناسته کې ملا عبدالغني برادر د ياد ولايت علماوو او قومي مشرانو ته د ټولو ستونزو د حل ډاد ورکړی دی.