د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د جنوبي کوریا د ۵ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړی دی.
ډبلیو.اېف.پي په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې دا مالي مرسته به هغو بېوزلو کورنیو ته ورکړل شي، چې د خوړو له نهخوندیتوب سره مخ دي.
جنوبي کوریا په داسې حال کې له افغانانو سره مرسته کوي، چې تر دې دمخه ځینو نورو هېوادونو هم افغانانو ته له ځانګړي شوي صندوق سره مرسته کړې وه.