د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس د يوې خبر پاڼې په خبرولو سره ويلي، د دې وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستيال ملا عبدالجبار ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د هېوادوالو د خونديتوب په پار ټولو لويو لارو ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي دغه راز ويلي، په سالنګونو کې د واورې ورښت دوام لري، چې له همدې امله یې دغه لار يوازې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستې او له لنډ مهال لپاره د بار وړونکو وسايطو پر مخ تړل شوې ده. د ټولګټو چارو وزارت له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي، چې له لویې لارې د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره زنځیر (چين)، ژمنۍ جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري.