ډېر لوستل شوي

د کابل ـ باميانو لار د ترافيکو پرمخ وتړل شوه

د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د کابل ـ باميانو لار د ډېرې واورې ورېدو له امله د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

د يادې لارې د ساتنې مسوولين وايي، ياده لار د جلريز ولسوالۍ اړوند په “اونۍ کوتل” سيمه کې د ډېرې واورې د ورېدو له امله تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د ټولګټو چارو وزارت له ټولوهېوادوالو او موټر چلوونکوغوښتي چې د لویې لارې څخه‌ د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ تودې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري.

اړوند خبرونه