د غزې په جنوب کې د صهیونېست رژیم هوایي بریدونو کې لس تنه شهیدان شوي.
رویټرز د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې دا برید د خان یونس په لوېدیځ کې د المواسي په سیمه کې پر یوې کېږدۍ شوی.
د غزې ډاکټرانو ویلي، چې په دغه برید کې ۱۵ نور کسان هم ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې دې ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
یاده دې شي، چې د صهیونېست رژیم بریدونو کې تراوسه شاوخوا ۴۵ زره فلسطینان شهیدان شوي او ۲.۳ میلیونه نور کډوال شوي.