د فلسطين د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پر خان يونس د صهيونېست رژيم په بريد کې د غزې امنيه قوماندان محمود صلاح او مرستيال يې شهيدان شوي دي.
دا بريد چې نن (پنجشنبه، مرغومې ۱۳مه) شوی د درې ماشومانو او دوه ښځو په ګډون يې نهه تنه نور کسان هم شهيدان کړي. محمود صلاح شپږ کاله وړاندې د غزې د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی و.