د کابل ـ جلالاباد پر لويه لار په لغمان کې د يوې ترافيکې پېښې له امله يوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د لغمان امنيه قوماندانۍ وايي، چې دغه پېښه د دې ولايت اووم نمبر شهرا اړوند “کاکڅ” سيمه کې د يو فلډر او سراچې ترمنځ رامنځته شوی دی.
د پېښې ځای ته د ترافيکو مديريت پر وخت رسېدنه کړې او ټپيان يې د درملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون ته لېږلي دي.
مسوولينو د يادې پېښې لامل د موټر چلونکو بېپاۍ او د ترافيکي اصولو نه مراعتول ښودلي دي.