د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا کالیفورنیا ایالت کې یوه کوچنۍ الوتکه د یوې سوداګریزې ودانۍ پر چت را غورځېدلې، چې په پایله کې یې ۲ تنه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي.
د سیمهییزو مسولینو په وینا؛ ددې پېښې د ټپیانو حالت مخ په رغېدو دی. دې پېښه کې ۸ تنه برسېرن ټپیان او ۱۱ نور یې د ښې درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د الوتکو د لوېدو پېښې زیاتې شوي چې ګڼ مسافر یې له هوایي سفرونو وېرولي دي.