رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د اسراییلو مخکیني دفاع وزیر یوآف ګالانټ له پارلمانه استعفا کړې.
ګالانټ د څو میاشتو اختلافونو وروسته د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د نتانیاهو لخوا د دفاع وزارت له څوکۍ څخه لرې شو، خو خپله څوکۍ یې د پارلمان د منتخب غړي په توګه ساتلې وه. دا په داسې حال کې ده چې د نتانیاهو او د کابینې د نورو غړو ترمنځ هم اختلافونه زیات شوي.