ډېر لوستل شوي

ککړه هوا او نه‌ورښت؛ عامې روغتیا وزارت د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو پخلی کړی

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د تنفسي ناروغیو پېښې عادي شوې دي.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د تنفسي ناروغیو او سینه بغل شاوخوا ۱۴۰ زره پېښې ثبت شوي چې ډېری یې له پینځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
خو ښاغلي شرافت زمان زیاته کړې، چې د تنفسي ناروغیو ګراف لا هم په نورماله کچه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل هوا خورا ککړه شوې، چې د کابل اوسېدونکي یې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي.

اړوند خبرونه