د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، اسلامي امارت غواړي چې د امريکا نوي حکومت سره ښې اړيکې ولري.
ښاغلي ستانکزي نن (شنبه، مرغومې ۱۵مه) په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې دا هم ويلي، چې دا اړيکې به د دوحې د تړون پر بنسټ وي.
نوموړي همدارنګه د روسیې اوسنيو اړيکو ته په اشارې زياته کړه: “دوښمن هېڅکله دښمن نه پاتې کېږي او دوست هېڅ وخت دوست. ” دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو چارواکو د امريکا په ګډون له ټولو نړيوالو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې د ښو اړيکو غوښتنه کړې ده.