د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد او هلته افغان کارګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث شوی دی.
بهر ته د افغان کارګرو د لېږد غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ریس عبدالقاهر حاجي ادریس، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حمدالله زاهد برخه اخیستې وه.
دې ناسته کې بهر ته د افغان کارګرو د لېږد د پروسې پر څرنګوالي او بهرنیو هېوادونو کې د افغان کارګرو پر ستونزو هراړخیزې خبرې وشوې. یاده دې شي، چې دا ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په بنسټ تنظیم شوې وه، څو بهر ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني لېږد لپاره هره اداره د خپل مسوولیت تر سره کړي.