د اوکراين ولسمشر زلينسکي له ځايي رسنيو سره په یوه مرکه کې ويلي، هېواد يې د فرانسې د هغه وړانديز ملاتړ کوي چې په اوکراين کې اروپايي ځواکونه ځای پر ځای شي.
هغه زیاته کړې، چې باید د فرانسې سربېره نور هېوادونه هم کییف ته خپل سرتېري راولېږي.
نوموړي زياته کړې، چې دغه وړانديز په ناټو کې د اوکراين د شاملېدو په لور يو ګام دی.
زیلنسکي وړاندې ویلي، چې لا روښانه نه ده، چې د مسکو او کییف جګړه به کله پای ته رسیږي.