د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د اوامرو د تطبيق په پلي کيدو ټينګار کړی دی.
ښاغلي نديم نن (شنبه، مرغومې ۱۵مه) په کابل کې د ۴۳۰ فاضلانو د فراغت غونډې په مراسمو کې ويلي، چې ټول هېوادوال بايد د اسلامي امارت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د احکامو او اوامرو په اړه پوهه ولري. د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست دغه راز زياته کړې، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله ټول اوامر شرعي دي او بايد سرغړونه ترې ونهشي.