د صهیونېست رژیم د دوو ورځو پرلپسې بمباریو له امله ۱۵۰ کسان شهیدان شوي دي.
الجزیرې تلوېزیون د فلسطیني رسمي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ ۷۷ او د جمعې په ورځ ۷۱ کسان د اسراییلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې شهیدان شوي.
الجزیرې همداراز خبر ورکړی، چې نن سهار مهال د اسراییلو جنګي الوتکو د غزې لویدیځ الصحابه کوڅه کې پر یو کور برید کړی چې یوه مېرمن د هغې خاوند او زوی یې پکې شهیدان شوي.