ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت: د رهبري شوي راکټ له نوې نظامي څانګې ۱۳ ځوانان فارغ شول

ملي دفاع وزارت د میلان کنکورس په نوم د رهبري شوي راکټ له نوې نظامي څانګې ۱۳ تنه فارغ کړي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي چې دغو ځوانانو ته دې برخه کې یوه میاشت مسلکي او عملي رزونه ورکړل شوه.

ددې منسوبینو په فراغت‌غونډه کې د توپچي ریاست رییس مولوي محمد یعقوب منصوراکه، د جلب او جذب قوماندانۍ قوماندان، د یادې دستګاه استاد ملا صدیق الله مستري او ګڼ شمېر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه. د یادونې وړ ده، د رهبري شوي راکټ دا څانګه د لومړي ځل لپاره په هېواد کې رامنځته شوې چې زرهدار ټانګونه، جنګي بېړۍ او ټیټ پرواز کوونکي الوتکې په نښه کولای شي.

اړوند خبرونه