پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې وسلهوالو د پاکستاني پولیسو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې بشري مرستې لېږدولې.
د بشري مرستو دا کاروان پاکستاني چارواکو او پولیسو بدرګه کاوه، چې تر برید لاندې راغلل.
په دې برید کې د پولیسو مشر جاوېدالله محسود او د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاړه چنار او صدې ترمنځ لار د شاوخوا ۸۵ ورځو راهيسې بنده وه.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې پاړه چنار او کورمه کې مذهبي شخړې زیاتې شوي.