ډېر لوستل شوي

کندهار کې نږدې ۱۲ زره جريبه ځمکه امارتي تثبيت شوې

ځايي مسوولين په کندهار کې نږدې ۱۲ زره جريبه ځمکې له پېژندو او تثبيت کيدو خبر ورکوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند محمد حنيف حقمل وايي، چې د تېرې يوې مياشتې په لړ کې د کندهار د مرکز په ګډون ۱۹ ولسواليو کې د ۸۶ زره او ۳۹۶ جريبه ځمکو دوسيې برسي کړې، چې په پايله کې يې ۱۱ زره او ۹۵۱ جريبه ځمکه تشخيص او تثبيت شوې ده. د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله په يو فرمان کې تر دې وړاندې عدليې وزارت ته دنده سپارلې، چې امارتي ځمکې تشخيص او د غصب مخنيوی يې وکړي.

اړوند خبرونه