د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري تخار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له “ای خانم” بندر څخه ليدنه کړې ده.
ښاغلي نوري له ځايي مسوولينو سره د ليدنې په مهال ويلي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي غواړي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست د ياد بندر له مسوولين سره د ليدنې په ترڅ کې د تاجکستان هېواد اړيکې او سوداګريزې چارې ستايلې دي او هيله يې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له ټولو څنګلور هېوادونو سره ښې اړيکي وساتي.
د ويلو ده، چې اسلامي امارت د تاجکستان هېواد په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې لري.