د ترکیې امنیتي چارواکي وايي، چې د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو راهیسې شاوخوا ۴۰ زره سوري وګړي بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د ګرځندوی وزیر عمر بولات وویل، هغه خلک چې غواړي له ترکیې څخه ووځي، د شپږو میاشتو په موده کې بېرته خپل استوګنځي کتلی شي.
بولات ویلي چې دا کسان له بېلابېلو لارو او په خپله خوښه سوریې ته ستانه شوي.