د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او ديني ځايونو د چارو تنظيم مرستيال مولوي عزيزالرحمن منصور په مشرۍ يوه پلاوي ترکيې ته سفر وکړ.
ياد وزارت وايي، چې دغه پلاوي د ترکيې هېواد د ديني چارو ادارې (ديانت) په رسمي بلنه سفر کړی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې ياد پلاوی به د ترکيې هېواد د لوړ پوړو چارواکو، مسوولينو او يو شمېر علماوو سره د دينې او علمي موضوعاتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړيکو پر لا پياوړتيا هم خبرې وکړي. د مسوولينو په خبره، د دې سفر په ترڅ کې به دواړه هېوادونه په ارشادي، حج او اوقافي برخو کې له یو بل سره همکاري او خپلې تجربي هم شريکې شي.