د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د انساني قاچاق مخنیوي په پار د ټاکل شوې کمېټې له غړو سره ددې ولایت په مقام کې کتنه کړې.
ښاغلي خالد په دې غونډه کې د دوی کاري راپورنه ارزولي، د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې يې د کمېټې کړنلارې مثبتې بللي او په اړوندو برخو کې يې اړینې لارښوونې کړې دي.
شیخ خالد له اړوندو مسوولینو او په ځانګړي ډول له ملا امامانو غوښتي چې ځوانانو ته دې د ناقانانوني کډوالۍ پر زیانونو خبرې وکړي او له قاچاقي لارو دې یې راوګرځوي.
یاده دې شي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې د انساني قاچاق د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړي دي.