د ایران د سراوان د انتظامي پوليسو قومندان حسین علي سنچولي ویلي چې دې ښار کې یې ۱۱۵ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.
د نوموړي په قول، د ۱۱۵ ناقانونه کډوالو ترڅنګ ۱۱ غله او ۳۲ نشهیان هم نیول شوي دي.
یاد ایراني چارواکي ویلي چې دې ولایت کې یې د خلکو د خوندیتوب په موخه پلټنې پیل کړي. یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان حکومتونو د افغان کډوالو ایستنه چټکه کړې ده.