د ننګرهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د پچیراګام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کلیوالي سړکونو په رغولو سره یې ۲۰۲ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دغه ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ویلي چې دې کسانو ته د سړکونو د رغونې بدل کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري خوراکي توکي ورکول کیږي
دا کاریګر د خپل کار په بدل کې هره میاشت ۵۰ کیلو اوړه، ۵.۵ لېټره غوړي، ۲۵.۵ کیلو دال، ۲ پاکټه سوپر سریال، ۳۰ پاکټه د ماشومانو خوارځواکۍ ضد توکي او نیمه کیلو مالګه ترلاسه کوي.
ددې سړکونو د رغونې چارې به په ۶ میاشتو کې بشپړې شي، چې د سړکونو د رغونې ترڅنګ به وزګار کاریګر د کور لومړنۍ اړتیاوې له دې لارې پوره کړي.