د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو دې ولایت کې په کلني ډول د ۸۰۰ ټنو د چرګانو د غوښې د تولید اوبازار ته د وړاندې کولو خبر ورکړی دی.
د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې لوګر کې د چرګانو روزنه عامه شوې او اوسمهال دې ولایت کې د غوښینو چرګانو ۷۰ فارمونه فعال دي.
ویل کیږي چې د یادو فارمونو تولید شوې غوښې او چرګان د لوګر سربېره ګاونډو ولایتونو ته هم صادریږي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو وړاندې ویلي چې دې ولایت کې پر بېوزلو کورنیو د چرګانو فارمونه هم وېشل شوي دي.