د افغانستان برېښنا شرکت سرپرست او د مالي چارو رییس محمد رسول جواد او نورو مسوولینو د چین د هایپر پارټینرس د کمپنۍ له مسوول عادل نوردون سره کتلي او هېواد کې یې د برېښنا د تولید پر شونو چارو بحثونه کړي دي.
د یادې کمپنۍ مسوول عادل نوردون افغانستان د برېښنا انرژۍ لپاره د تر ټولو غوره فرصتونو هېواد وبللو او زیاته یې کړه چې غواړي د منځنۍ اسیا هېوادونو په څېر افغانستان کې هم د برېښنا تولید برخو کې پانګونه وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د برېښنا او انرژۍ د تولید برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.