ډېر لوستل شوي

چین افغان کډوالو ته د کورونو د جوړونې برخه کې د همکارۍ سینه ډبولې

د افغانستان لپاره د چین سفیر د رياست الوزرا له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې افغان کډوالو ته د کورونو په جوړونه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د چين سفير ژاو شېنګ ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، ځینې ولایتونو کې د سړو خونو جوړولو، د کانونو کیندنې، روغتیا او نورو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د چین سفیر د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدو ته په اشارې ویلي چې د پیکېنګ او کابل همکاري به لا پراخه شي.
ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان په تړاو د چین دریځ ستایلی او د دې هېواد له حکومت څخه یې غوښتي، چې د برېښنا تولید او د روغتیايي مرکزونو د تجهیز برخو کې همکاري وکړي.

اړوند خبرونه