د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ ملي لوبډبلې ترمنځ د دوو ټېسټ سياليو په دويمه او وروستۍ سيالۍ کې افغان لوبډلې زېمبابوې ته ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د راشد خان د غوره توپ اچونې پر مټ وکولی شول، چې ياده لوبه د ۷۲ منډو په توپير وګټي.
ياده دې شي، چې راشدخان د دې لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې ۷ ويکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ دوه ټېسټ سيالۍ شوې وې، چې لومړنۍ لوبه يې بېپايلې او دويمه يې افغانستان وګټله.