ډېر لوستل شوي

د ایران سفیر: د افغانستان او ایران مشترکات د دواړو هېوادونو د پیاوړتیا سبب کیږي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي سره کتلي دي.
دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د ایران نوي سفیر ته ښه راغلاست ویلی او هیله یې ښودلې چې نوموړی د کابل او تهران د ډپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا کې ګټور نقش ولوبوي.
بل خوا کابل کې د ایران نوي سفیر علي رضا بیګدلی ویلي چې افغانستان او ایران مسلمان هېوادونه دي، یو ډول اسلامي نظامونه لري، اړیکې مو نږدې او دا مشترکات د لا پیاوړتیا سبب کیږي.
د یادونې وړ ده چې علي رضا بیګدلي نږدې میاشت وړاندې کابل ته د نوي سفیر په توګه پېژندل شوی چې تر دې دمخه یې د اسلامي امارت له ګڼو نورو چارواکو سره هم لیده کاته کړي وو.

اړوند خبرونه