ډېر لوستل شوي

د دوو خصوصي ټلويزيونونو شوي شکايتونه څېړل شوي

د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېسيون په نوبتي غونډه کې د “راه فردا” او “ارزو” خصوصي ټلويزيونونو د خبريالانو له لوري شوي شکايتونه څېړل شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د يادو رسنيو يوه قضيه محمکې او بله قضيه يې د کمېسيون راتلونکې غونډې ته د لا څېړنې په موخه راجع شوې.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې په يو لړ نورو مسأيلو هم خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د يادو دواړو خصوصي ټلويزيونونو نشرات د يو شمېر رسنيزو سرغړونو له امله بند شوي وه.

اړوند خبرونه