د متحده عربي اماراتو د دولت رييس شيخ محمد بن زايد ال نهيان تېره ورځ (يکشنبه، مرغومې ۱۶مه) پاکستان ته سفر کړی دی.
پاکستان حکومت ويلي، چې نوموړي د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف سره په کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو په تړاو خبرې کړې دي.
شيخ محمد بن زايد ال نهيان په دې سفر کې د کانونو پر را اېستلو او کرنې برخو کې له پاکستان سره د همکاريو ډاډ هم څرګند کړی دی.
د متحده اماراتو د دولت رييس ياد سفر په داسې حال کې کېږي، چې په پاکستان کې د پخواني لومړي وزير عمران خان د پلويانو د پراخو لاريونو له امله سياسي کړکېچ ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.