د کونړ ځايي مسوولینو ویلي چې د نورګل او سرکاڼو په ولسوالیو کې د کونړ پر سیند به زیانمن او زاړه پلونه له سره ورغول شي.
د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه ویلي، چې د ولسونو په غوښتنه ټولګټو چارو وزارت غواړي د کونړ پر سیند د زیړي بابا او پشد زیانمن شوي پلونه بیا ورغوي.
د نوموړي په وینا دغه پلونه پخوا جوړ شوي وو، چې اوس زاړه او کیفیت یې خراب دی.
یاده دې شي، چې د ملي دفاع وزارت له لوري د یاد ولایت په دانګام ولسوالۍ کې هم د یوه نوي پل د جوړېدو چارې روانې دي چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستو ته چمتو شي.