د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ویلي چې د پوهنتونونو او تحصیلي ادارو په پار یې داسې سافټویرونه پېرلي چې د ادبي غلاوو مخنیوی کولی شي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په پوهنتونونو کې د څېړنو د معیاري کولو او ادبي غلا مخنیوي په موخه یې د (ټرناېټاېن او ګرامرلي) په نوم دوه سافټویرونه پېرلي دي.
وزارت وړاندې لیکلي چې تر دې دمخه به په پوهنتونونو کې د زده کړیالانو څېړنیزې پروژې او د استادانو د ترفېع څېړنې له یوې رڼې پروسې نه تېرېدې، چې ډېری وخت به پکې ادبي غلا کېده؛ خو ددې سافټویرونو په فعالېدو به یاده ستونزه هواره شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې همدارنګه د تحصیلي بنسټونو ژورنالونو او استادانو د علمي مقالو لا معیاري کېدو په موخه ګرامري اکونټ هم پېرل شوی دی.
دا سافټویرونه کولی شي، یو ځل ثبت او پوسټ شوې مقاله په نښه او د کاپي پېسټ مخه ونیسي.
یاده دې شي، دا لومړی ځل دی چې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنیز بهیر د اصلاح او د ادبي غلاوو د مخنیوي په پار ورته اقدام کوي.