د امريکا غوره شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کاناډا بايد د امريکا يو ايالت شي.
ټرمپ دغه څرګندونې د کاناډا د لومړي وزير جسټېن ټروډو د استعفا په غبرګون کې کړې دي.
د رويټرز خبري اژانس د ډونالډ ټرمپ له قوله ويلي، که کاناډا له امريکا سره يو ځای شي، نو تعرفي به له منځه يوسي، ماليات به راکم کړي او دغه هېواد به د روسي او چينايي بېړيو له ګواښونو هم خوندي وساتي. ټرمپ دا ادعا هم کړې، چې د کاناډا ډېری خلک غواړي چې هېواد يې د امريکا ۵۱ ايالت شي.