ډېر لوستل شوي

د هېواد په درېيو ولايتونو کې څه باندې ۲۰۰ اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په بغلان، فراه او بلخ ولايتونو کې له ۲۳۵ اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په بغلان کې ۱۲۰ کورنيو ته هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو بوجۍ اوړه او يو پنځه کيلويي غوړي ورکړل شوي دي.

دغه راز په بلخ کې ۸۰ کورنيو ته هرې يوې کورنۍ ته يوه بخارۍ، دوه بوجۍ د ډبرو سکاره او يوه کمپله وېشل شوې دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په فراه کې ۳۵ کورنيو ته هرې يوې کورنۍ ته دوه تختې ۳۰۰ ولټه سولرې ورکړل شوې دي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د ژمي سړې هوا ته په کتو د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې ورته مرستې کړې دي.

اړوند خبرونه