سوريه کې د بشارالاسد رژيم تر ړنګېدو وروسته نن دمشق له نړيوال هوايي ډګر څخه بېرته نړيوالې الوتنې پيل شوې.
د رويټرز د راپور له مخې، د قطر هوايي شرکت الوتکې تر ۱۳ کلونو وروسته په لومړي ځل د سوريې پلازمېنې ته الوتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د بشارالاسد رژيم تر پرځېدو وروسته نړيوالي الوتنې بندې شوې وې.