ډېر لوستل شوي

میدان ښار کې زنداني مېرمنې پر لاسي صنایعو بوختې دي

د میدان وردګو د تخنیکي او مسلکي امریت له لوري د دغه ولایت په ښځينه زندان کې د زندانیانو لپاره د لاسي صنایعو د زده کړې یو کورس پرانیستل شوی دی.
د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر ویلي، چې د دغه ولایت په ښځینه زندان کې د ۱۵ ښځینه زندانیانو لپاره د لاسي صنعت درې میاشتنی کورس پرانیستل شوی، چې پکې د خولۍ، کیسې، د ښځينه کمیسونو لپاره د غاړو او داسې نورو توکو جوړول شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا ښځینه زندانیانې به له فراغت وروسته په خپل زده کړي کسب د کورنۍ نفقه برابروي.

اړوند خبرونه