د پاکستان په اسلام اباد کې د جرمني سفارت دویم سکرتر توماس فيلډر مړی موندل شوی دی.
پاکستاني پوليس وايي، د ياد ډيپلوماټ مړی په داسې مهال موندل شوی چې هغه دوه ورځې خپلې دندې ته نه وو تللی. د راپورونو له مخې، د دغه ډيپلوماټ د مړي د عدليې معايناتو په پار ياد سفارت د هغه له کورنۍ سره په اړيکه کې دي.