د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوې ده.
ياد معاونيت وايي، په دې ناسته کې د هېواد د اوبو او برېښنا بندونو د ساتنې او څارنې، د ټاپ پروژې اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او چالک کمپنۍ ترمنځ د برېښنا د پېر تړون او دغه راز د بدخشان برېښنا انرژۍ رياست تر عنوان لاندې د دويم اداري واحد د رامنځته کولو په تړاو خبرې شوې دي. دې معاونيت اړوند وزارتونو او ادارو ته دنده سپارلې، چې د يادو موضوعاتو په تړاو هر اړخيزې ارزونې ترسره او خپل راپور د اقتصادي کمېسيون له تخنيکي کمېټې سره شريک کړي.