د لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله له هدايت سره سم په بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځی منظور شو.
د ياد وزارت وياند ضياءالله هاشمي وايي، د دې ولايت د ولسونو په پار د معياري روغتيايي چوپړتيا په رامنځته کيدو او طبي سترونزو ته په کتو د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله په ځانګړي پېرزوينې سره د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی منظور شو.
دا په داسې حال کې ده، چې ياد پوهنتون تر دې وړاندې د طب پوهنځی نه درلود او د دې ولايت اوسيدونکي هم په خپل ولايت کې له طبي زدهکړو بې برخې پاتې و.