د ترکيې په استانبول کې د فرشونو او غاليو تر ټولو لوی نړيوال نندارتون د اسلامي امارت د چارواکو په شتون کې پرانېستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه نندارتون د نړۍ په کچه تر ټولو لوی نندارتون دی چې د اوږدمهاله پيرودونکو د خپلولو په پار پر لاره اچول کېږي.
په دې نندارتون کې د نړۍ د ۱۹ هېوادونو ماشيني او لاسي جوړې شوې غالۍ د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د غالیو سکټور ۸ شرکتونو په ۲۲۷ متره مربع کې خپل محصولات په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي.