د چین په جنوب لوېدیځ تبت کې د یوې زورورې زلزلې له امله د مړو شمیر ۹۵ تنو ته رسېدلی دی.
د چینايي رسنیو په وینا، په دې پېښه کې د ټپي شویو کسانو شمېر ۱۳۰ کسه دی.
له زلزله ځپلو سیمو څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې دې پېښې پراخ زیانونه اړولي دي.
د چارواکو په وینا د لټون او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي او تر يو زرو ۵۰۰ زیات اور وژونکي او د ژغورنې کارکوونکي د قربانیانو پر چوپړ بوخت دي.
یاده دې شي چې دا سیمه غرنۍ او له نیپال سره پر پوله پرته ده.