د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وايي، اسلامي امارت د امريکا د ميليونو ډالرو مرستو ادعاوې ردوي او په وينا يې، له امريکا څخه د يوې روپۍ تمه هم نه لري.
ښاغلي فطرت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امريکا نه يوازې له اسلامي امارت سره يوه روپۍ مرسته نه دې کړې؛ بلکې د افغانستان د خلکو ملياردونه ډالر يې هم غصب او کنګل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا حکومت تر دې وړاندې ادعا کړې وه، چې له اسلامي امارت سره په ميلياردونه او ميليونونو ډالرو مرسته کوي.